کابل باختر د وري ٢٥:
دڅښاک داوبو يوه ستره شبکه په قندهار ولايت کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوه . دغه شبکه په قندهار ښارکې زرګونو کورنيو ته دڅښاک اوبه برابروي .
دافغانستان د ښاري کاناليزاسيون او اوبو رسولو رييس باختراژانس ته وويل چې ددغې شبکې اوبه دقندهار ښار داستوګنې کورونو او عمومي اماکنو ته رسيدلې ده او دخلکو په واک کې دى .
ده وويل چې ددغې شبکې دجوړولو لګښت دحکومت له خوا ورکړ شوى دى .
دقندهار دوالي مرستيال عبدالحنان منيب وايي چې ددغې شبکې پرانستل روغتيايي اوبو ته دخلکو دلاسرسۍ زمينه برابره کړې ده .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ