کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٨ :
دماين دچاودنې او ددښمن د ډزو له امله دملي اردو درې تنه سرتيري شهيدان او يوولس تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ په تيرو ٢٤ ساعتونوکې دملي اردو ځواکونو د لوګر ميدان وردګو ، هرات او دهلمند ولايتونو په مربوطاتو کې ددندو په بهير کې دملي اردو درې تنه سرتيري شهيدان او يوولس تنه نور يې ټپيان شول .
دغه راز دغزني هلمند او دقندهار دولايتونو په مربوطاتو کې دملي اردو ديو لړ عملياتو په بهير کې له اتو شارژورونو سره ددښمن دولس کلاشينکوفونه ، دتوغندي دوه ماينونه يو هاوان ، يو دور بين ، يو پنځه ډزي ټوپک ، دوه توغندي ويشتونکي يوه کره بين، نور پوځي وسايل او تجهيزات او پنځه موټرسايکلونه په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي