سیاست

دسترې محکمې عالي شورا نن ځيني رسيدلي استهداګانې وڅيړلې

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ١٩ :
دسترې محکمې عالي شورانن غونډۀ وکړه اوپه اجنداکې نيول شوي موضوعګانې يې   وڅيړلي .
دسترې محکمې  يوه خبرځاى باخترا ژانس ته  خبرورکړ.
په شورا کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه لومړۍ دسترې محکمې دمدني  او دعامه حقوقو  دديوان دمستشار قضاوتپوه  عزيزالله مړينه يوه ضايعه وبلله  او دلوى خداى ج  له دربارڅخه يې ارواښاد ته دفردوس جنت اوکورنۍ اوپاتي کسانو ته يې دجميل صبرهيله وکړه.
وروسته يې په يوشمير رسيدلو استهداګانو غور وکړ او داسې لارښوونه يې وکړه  دجمهوري رياست  دعالي مقام دمجازاتو دبخښنې او تخفيف  له فرمانونو څخه په اعدام دهغو محکومينو  داستفادي دڅرنګوالې په برخه کې  چې مجازات  يې په بند تعديل شوي دي دچارو داداري او دوزيرانو شورا  ددارالانشا لوي رياست له غوښتنې  له امله دلوى څارنوالۍ  استهدايي ته په پاملرنې سره لارښونه وشوه :  هغه محکومين چې  داعدام مجازات يې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس له خوا په اساسي قانون کې له ليکل شوي صلاحيت سره سم په شل کاله بند تعديليږي  ، هغوى کولاي شي په بند ددوي داعدام دمجازاتو دتعديل له نيټې څخه دمجازاتو دبخښنې اوتخفيف دفرمانونو له مادو څخه ګټه واخلي .
دغه راز داختلاس په يوه قضيه کې دسترې  محکمې دعامه امنيت دديوان دحکم دتعليقي اويا  تنفيذي والې دڅرنګوالې په برخه کې دلوى څارنوالۍ داستهدايي په وړاندې داداري فساد پرخلاف  دمبارزي  پرستراتيژي دڅارنې دقانون دپنځلسمي  مادي دلومړۍ فقري په رڼا کې  توضيح  ورکړي شوي  چې داداري فساد له امله  په رامنځته شويو جرمونو کې تعليقي  مجازات  کوم ځاى نه لري اوصادر شوي حکم په تنفيذي برخه کې دي.
دغه راز دماشومانو دداخلي امنيت پرخلاف له جرمونو سره دمبارزي دابتدائيه څارنوالۍ له لاري دکندز ولايت داستيناف  محکمې رياست ته دماشومانو په جرمونو پوري داړوندو دوسيودرسيدو په باب ددغې محکمې درياست داستهدايي له مخې  څرگندونه وشوه  چې دماشومانو دسرغړونو دڅيړنې دقانون دنهمې مادي دلومړۍ فقرې  له صراحت سره سم دجرمونو کشف دپوليسو له خوا اوڅيړنه ، تحقيق اوتعقيب يې دماشومانو داختصاصي  څارنوالۍ له خوا ترسره کېږي  له دې امله دکورني امنيت  پرخلاف  دجرمونو څارنوالې دې دماشومانو دسرغړونو هغه قضيې چې دکورني امنيت پرخلاف ترسره کېږي دماشومانو داختصاصي څارنوالۍ  له لاري  دې دواکمنو محکمو ته وسپاري .
دغه راز دشرعي قبالو  دنه لرونکو دولتي  جايدادونو لپاره د ذوليدي سندونو دبرابرولو دغوښتنې په باب دماليې وزارت داملاکو  دلوى رياست داستهدايي په وړاندې لارښوونه وشوه چې دځمکه والې دچارو دتنظيم  دقانون ددريمې مادي په اتم جز کې ددولتي املاکو او ځمکو ډولونه په مفصل ډول تعريف  اومشخص  شوي دي چې  ددولتي املاکو  دتثبيت  لپاره دحکم وړ ډير ستر اوډير معتبر سنددي او ټولي دولتي اداري کولاي شي دهغو په استناد دغاصبينو پرخلاف  دعوا اقامه کړي چې په دې صورت کې له افرادو سره دمعتبرو سندونو نه شتون ددولتي ادارو لپاره  له ځانه جوړشوي سند بلل کېږي او د ادارو دملکېت سندونه هماغه دجمهوري رياست دمقام  دحکم ترلاسه کول دي او دشرعي قبالي دصادرولو غوښتنه  نه کوي  ځکه ټول دولتي املاک  دحکمي واحد شخص په واسطه  چې دولت دې اداره کېږي
سربيره پردي دعالي شورا په نننۍ  غونډه کې  دبياکتنې په لسو غوښتنو او په مدني  او جزائي مسلو کې  دمحکمې دبدلون په اوولسو مواردو  غوښتنليکونو کې چې  ددعوا دخاوندانو ، ددولت  دقضائيه اودرياست اودلوى څاروالۍ  له خوا طرحه شوي و دقاضيانو له يوشمير ذاتي مسلو سره  جوخت غور اوڅيړنه وشوه اوپه هر مورد کې لازم تصميمونه ونيول شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته