اقتصاد

په افغانستان کې د قزاقستان دپروژو په باب خبرې وشوې .

کابل باختر د کب  اتلسمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي نن په کابل کې دقزاقستان  له سفير سره داقتصادي موضوعګانو په باب خبرې وکړې  .
دماليې وزارت دعامه اړيکو  دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  : په دې کتنه کې ددواړو هېوادونو داقتصادي موضوعګانو په افغانستان  او په تيره بيا په باميانو کې د ٧٥٠ زرو ډالرو په لګښت د يوه روغتون  دجوړولو  دکار په ګډون دقزاقستان پرمختيايي  پروژو او دهغو دکار دپرمختګ دڅرنګوالي په سمنګانو کې دايبکو سيند تر څنګ  ديوه استنادي ديوال  او ديو اعشاريه پنځه شپيتو مليونو ډالرو په لګښت  ديوه پله دجوړولوپه باب خبرې وکړې .
دقزاقستان جمهوريت سفير  دخپل هېواد دملت د ښو هيلو په څرګندولو سره په راتلوونکي کې دخپلو همکاريو ددوام ډاډ ورکړ .
په پاى کې دماليې وزير ددوست هېواد قزاقستان دسخاوتمندانه  مرستو له امله قدر داني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته