ورزش

دپيروزي ټيم دباختر ټيم ته ماتې ورکړه.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
په هرات ولايت کې د دويم لاس فوټبال سيالۍ نن سهار په يوې لوبې سره پيل شوې.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل:    په دې لوبه کې د پيروزي ټيم ديوې په مقابل کې په څلورو سره د باختر ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ په دغه ولايت کې د دويم لاس د دولسو ټيمونو ترمنځ ترسره شوي دي .
ديوبل خبرله مخې : په هرات ولايت کې دولسواليو دجام فوټبال سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره  دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل:
په دې لوبه کې دغوريان ال  ټيم ديوې په مقابل کې په لسو سره چشت شريف ټيم    ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ په  هرات ولايت کې د اوولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي چې په دوام يې ټاکل شوې  ده نن دپښتون زرغون او  اوبې ټيمونه سره لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته