سیاست

جمهورريیس غني د سولې مشورتي لویې جرګې د بېلابېلو کمېټو له مسوولینو سره وکتل

کابل/ د کب ٢مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د سولې پروسې په اړه د مشورتي غونډو په لړکې تېر ماښام د سولې مشورتي لویې جرګې له مرستیالانو او د بېلابېلو کمېسیونونو له ريیسانو سره په چهارچنارماڼۍ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په پیل کې د سولې مشورتي لویې جرګې مرستیالانو انجنیر کمال ساپي او ډاکټر حبیبه سرابي او د بېلابېلو کمېسیونونو ريیسانو جمهورريیس غني ته په جمهوري رياست انتخاباتو کې د بریا مبارکي وویله او په هېواد کې یې د تلپاتې سولې د تامین هیله وکړه.
یادو ویناوالو له جمهورريیس غني څخه د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو د تطبیق له امله مننه وکړه، دوی د بېلګې په توګه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ایجاد چې د یادې جرګې وړاندیز و، یادونه وکړه.
هغوی وویل: باعزته او تلپاتې سوله د ټولو افغانانو هیله او غوښتنه ده او د دې لپاره باید ټولې خواوې په ځانګړي ډول سیاسیون واحد دریځ غوره کړي او د سولې مذاکره کوونکی پلاوی دې له جمهوریت، د وطنوالو اساسي حقونو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او نورو ارزښتونو او د تېرو کلونو د لاسته راوړنو دفاع وکړي.
د جمهورريیس منتخب لومړي مرستیال امرالله صالح وویل: د مونیخ  امنیتي کنفرانس په څنډه کې مو له امریکایي مقاماتو سره په کتنوکې د سولې پروسې په اړه خپل چمتووالی او اندېښنې شریکې کړې او همدارنګه له بېلابېلو اقشارو سره د جمهورريیس مشورتي غونډې هم ادامه لري. 
جمهورريیس غني د انتخاباتو بریا د ملت، اساسي قانون، جمهوري نظام بقا او بریا وبلله او ويې ویل: د زیاتو فشارونو باوجود یې د ولس په ملاتړ د جمهوري رياست انتخابات ترسره کړل.
هغه په ټینګار سره زیاته کړه: هېڅوک د جمهوریت د انحلال صلاحیت نه لري.
جمهورريیس وویل: په پنځو کالو کې په بېلابېلو برخوکې کافي ظرفیت ایجاد شوی او که سیاسي قشر متحد وای، نو د دې دوه او درې برابره نور ظرفیت هم رامنځته کېده. هغه زیاته کړه: په پنځو کلونو کې به د افغانستان ٨٠ سلنه اوبه مدیریت شي. خپل ځان کم او بېچاره مه بولئ او زموږ تواضع باید په ضعف تعبیر نه شي.
د هېواد جمهورريیس وویل: موږ دایمي دوست او دښمن نه لرو، خو دایمې ګټې لرو چې نه یوازې موږ ته ارزښت لري، بلکې د هغو پالل زموږ مسوولیت دی.
هغه زیاته کړه: له مرکزي آسیا سره پرې شوې اړیکې مو په تېرو پنځو کالو کې په اساسي توګه ورغاولې. 
جمهورريیس وویل: د سولې مشورتي لویې جرګې د لار نقشه ایجاد کړې او د سولې پروسه موخه نه، بلکې وسیله ده. موخه د جنګ او تاوتریخوالي له منځه وړل او د سولې تامین دی او دا کار یوازې په شعارونو نه، بلکې برنامه کېږي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه: د سولې مذاکره کوونکی پلاوی باید موثریت او واحد دریځ ولري او واکونه یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ټاکي.
جمهورريیس غني وویل: د سولې پروسه حیاتي ده، خو فرصتونه او احتمالي خطرونه دواړه لري چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له فرصتونو څخه د اعظمي استفادې او د خطرونو د مدیریت لپاره پوره چمتو والی لري.
پاى/ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته