امنیت

وسله والوطالبانو يوملکي سړى وواژه او دوه تنه نور يې ټپيان کړل

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
په شبرغان ښارکې په يوې امنيتي پوستې د وسله والوطالبانو د تيرې شپې د بريد له امله يو تن شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه وسله وال بريد د شبرغان ښار په ليلي دښته کې د شکرک دساحې د ګازو د دويم لمبر څاه په امنيتي پوستې وشو چې له امله يې د دغې تصدۍ دوه تنه کارګران ټپيان او يو خپلوان يې شهيد شو.
دغه راز د پوليسو په متقابل بريدکې وسله وال طالب ووژل شو او يو وسله يې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې يو تن شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول او د يوه وژل شوي طالب مړى دجګړې په ډګر کې پاتې دى.
ده وويل چې ټپيان د امنيتي ځواکونو له خوار وغتون ته ليږدول شوي او د يو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
دګازو دويم لمبر څاه د شبرغان ښار په پنځلس کيلومتري واټن کې موقعيت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته