سیاست

دسولې دعالي شورا دمطبوعاتو تحقيقاتو او مطالعاتو کميټې غونډه وکړه

کابل باختر د مرغومي لسمه : دسولې دعالي شورا دمطبوعاتو مطالعاتو او دڅيړنې کميټې نن دسولې دعالي شورا دمرستيال مولوي عطاالله سليم په مشرۍ غونډه وکړه . دسولې دعالي شورا مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې غونډه کې دسولې دعالي شورا مرستيال المان ته دسفرر پوټ وړاندې کړ . څو ورځې مخکې دسولې دعالي شورا هيئت دبرګاف واټ دبنسټ په بلنه المان ته سفر کړى و . په غونډه کې ددغې کميټې دفعاليتونو په تيره بيا له رسنيو او نورو بنسټونوسره چې دسولې په اړوند کار کوي داړيکو په برخه کې دزياتې همغږى په باب ټينګار وکړ . په پاى کې دسولې دعالي شورا دمطبوعاتو ، مطالعاتو او تحقيقاتو دکميټې غړو په وار سره خپلې نظريې وړاندې کړې او دسولې دبهير دوروستيو بدلونونو په باب يولړ پوښتنې طرحه کړې چې دسولې دعالي شورا مرستيال له خوا ځوابونه ورکړ شول . ختم_ش کريه +_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته