امنیت

څلور نوي تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٩
دهيواد په شمير ولايتونو کې دملي اردو دمنسوبينو دچاڼيزو او محاربوي عملياتو په بهير کې څلور نوي تنه ډار اچوونکي ووژل شول او شپږ اويا تنه نوريې ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دغه عمليات دتيرو دوو ورځو په بهير کې دهيواد او خلکو د دښمنانو دځپلو او دسولې او آرامۍ دټينګښت په مقصد دغزني ، لوګر ،پکتيا ،خوست ،قندهار ،روزګان ،دايکندي،فراه ،هرات ،کندز،سرپل،تخار ،فارياب او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول.
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې څلور تنه ډار اچوونکي ونيول شول،يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه او ديرش ډول ډول ماينونه کشف او شند کړى شول.
دغه رازد هيواد په بيلابيلو سيمو کې د دښمن د درندو وسلو د ډزو دماينونو دچاودنو له امله دملي اردو دولس تنه منسوبين شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته