امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې د۵۹ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

_کابل/باختر/ دغبرګولي دمياشتې ١٧نيټه : 
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۰ ګډ تعرضي او چاڼیز،۲ځانګړي کوماندویي عملیات او ۸ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او مرکزونو، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړل، د افغانستان هوایي ځواکونو   ۷۲پروازونه د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه تر سره کړي چې په پایله کې  ٥٩  وسله وال ترهګر وژل  شوي، ۳۳تن ټپیان او یو تن نیول  شوي دي .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ دننګرهار، غزنی، ارزګان، هرات،فراه، نیمروز، فاریاب، بغلان،  تخار او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې د غزني ولایت د اندړو، مقر، قره باغ او ګیلان په ولسوالیو کې ۳۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۲۶ تنه ټپیان، څلور موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي. د  فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د شیخانو، فیروزي او چنګل باغ په سیموکې د طالبانو د یوتن سیمه يیز قوماندان صبرالله په ګډون ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي او اووه تنه ټپيان او د ارزګان ولایت په مرکز اړونده سیمه کې پنځه تنه ترهګر وژل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوی دی.
همدا راز په یادو عملیاتو کې دپکتیا ولایت په مرکز اړوند ګردیزکې درې تنه ترهګر وژل شوي او د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې دوه تنه داعشیان وژل شوي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته