ټولنه

په هرات کې په لسګونو پرمختيايي پروژې دګټې اخيستنې په درشل کې

کابل باختر دزمري دمياشتې  ١١  :
دهرات ولايت  دفوايدعامې رياست  چارواکو په دغه ولايت کې دپرمختيايي پروژو دکار په سلو کې نوي دپرمختګ  خبر ورکړ.
دهرات ولايت دفوايد عامې رئيس حبيب الله تيموري  ددغه ولايت دمقام  دمطبوعاتو په مرکز کې  په يوه خبري کنفرانس کې وويل  دباى پاس  سړک  چې  د٤٧ کيلومترو  په اوږدوالي   په دوو برخو کې    د جوړيدو په حال کې دى  لومړى پړاويې دشلو کيلومترو په اوږدوالي بشپړ شوى  دى  او دڅه دپاسه  ٢٧ کيلومترو په اوږدوالي  په دويم پړاو کار  په بيړه روان دى.
تيموري د ٨٣٠ ميليونو افغانيو په لګښت  دانجيل بشران  _  انجيل امام شش نور او انجيل  نقره سړک  جوړول  ددغې ادارې نورې لاسته راوړنې  وبللې او زياته يې کړه  چې د ١٣٠ کيلومترو  په اوږدوالي داوسپنې پټلۍ  چې اويا کيلومتره يې دايران په خاوره کې او ٦٠ کيلومتره يې دافغانستان په خاوره کې دى .
ابتدايي کارونه يې بشپړ شوي اوپه کابو شلو کيلومترو داوسپنې پټلۍ  اچول شوي دي.
په همدې حال کې دهرات ولايت وياند جيلاني فرهاد وايي چې داوسپنې پټلۍ  له سترو او حياتي پروژو څخه ده  چې هرات او افغانستان له نړيوالو بازارونو سره نښلوي اوددغې پروژې  کار په  جدي توګه پرمخ ځي  چې ترېوې مياشتې پورې  به ګتې اخيستنې ته وسپارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته