ټولنه

په بلخ کې اورلګېدنې زيان اړولى دى

کابل / د تلې١٣مه / باختر:
د بلخ په مرکز مزارشريف ښارکې تېره شپه د اورلګېدنې په پېښه کې سل دوکانونه، د بوسو د پلورلو درې سرايونه او څلور بار وړونکي موټرونه وسوځېدل.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د مزارشريف ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې د سوځېدلو سرايونو مالکان وايي چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه اورلګېدنه پيل شوه چې په پايله کې يې د بوسو درې سرايونه، سل دوکانونه او څلور بار وړونکي موټرونه وسوځېدل او د دغې پېښې علت روښانه شوې نه دى.
هغوى زياته کړه هټيوالو او د سرايونو مالکانو ته څه د پاسه ١٠ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى، دوى وايي که چيرې د اور وژنې عمله په وخت سره نه واى رسېدلې اور نور هم پراخېده او خلکو ته نور زيان هم رسېده.
د بلخ د اور وژنې مدير مولوي محمد نسيم عابد وايي اور په يونيم ساعت کې مړشو او د پراخېدو مخه يې ونيول شوه.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته