امنیت

تبصره

کابل باختر د وږي  پنځمه
دحقاني دشبکې يو جکپوړى غړى بدرالدين حقاني چې دسياسي کارپوهانوپه باور دپاکستان داستخباراتي سازمان آى اس  آى يوه رسمي څانګه ده د پاکستان په قبايلي سيمو دنړيوالو ځواکونو په هوايى بريد کې ووژل شول.
دباختر آژانس دامنيتي برخې مبصر ليکي:
پاکستانيو رسنيو او ددغه هيواد يو شمير امنيتي مقاماتو تاييد کړې ده چې دجلال الدين حقاني دريم زوى بدرالدين حقاني په قبايلي سيمو  چې بي پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې وژل شوى دى خو ددغه بريد طراحانو (امريکايانو)تر اوسه پورې له احتياط څخه کار اخيستي او دحقاني دشبکې ددغه جکپوړى دشبکې غړي دوژل کېدو خبريې  نه دى تاييد کړى اودده دکورنۍ  غبرګون ته د سترګې په لاره دي .
په داسې حال کې چې دحقاني دکورنۍ يو غړي له بى بى سى سره په اړيکه کې تاييد کړې ده  چې بدرالدين نور ژوندى نه دى که چېرې دبدرالدين  حقاني دوژل کېدو خبر دامريکايى مقاماتو په ګدون دمعتبرو خبرځايونو له خوا تاييد شي داکېداى شي امريکايانو ته  چې په افغانستان کې دترور يزم پر خلاف په مبارزې بو خت دي يو مهم برياليتوب وبلل شي.سره له دې چې په مر موز ډول دجلال الدين حقاني له وژل کېدو وروسته دده مشر زوى سراج الدين له خپل پلار ځاى ناستى شو.خوبدرالدين په دې شبکه کې دېو اصلي او جنګيالى محرک په توګه پاتې شو.
ده په بشپړ وياړسره په کابل کې دامريکاپه سفارت او دوه ځلې په کابل کې دهغه په سفارت دمرګونو بريدونو مسوليت په غاړه واخيسته:
سربيره پر دې بدرالدين دقرغې په تفريح ځاى دبريد او دپارلمان په مقر دبريدپه ګډون چې له ډله يزواوځانمرګو بريدونو سره جوخت وو دڅو نورو تروريستي پيښو عامل بلل شوى دى.
دغې شبکې په څو وروستيو کلونو کې دافغان پوځيانو او دناتو دقوتونو په خلاف دډيرو ستروتروريستي   عملياتو رهبري کړي ده .
  دسياسي کارپوهانو په باور د بدر الدين حقاني  وژنه دجلال الدين حقاني د دريو تنو نورو زامنو له وژل کېدو وروسته ترسره کېږي .
پخوا دحقاني دري تنه نور زامن عمر ، محمد او احمد په جلا جلا پيښو او په زماني توپيرونو سره ووژل شول ، خو دبدرالدين وژل کېدل دحقاني له نورو زامنو څخه جلا بلل کېږي  ځکه بهرنيو ځواکونو دغه شخص دتروريستي  فعاليتونو داصلي محرک  په توګه بللي دي او له  ٢٠١١  ميلادي کال راپديخوا دامريکا له خوا په رسمي ډول په  تروريستانو په تور  لست کې شامل  شو چې  دده  وژل کېدل به له شک پرته نه يوازي دحقاني په کورني بلکې په هغو کسانو چې له ده څخه يې  لارښوونه ترلاسه کوله جدي رواني اغيزه ولري .
له بلي خوا دپاکستان په خاوره کې دبي پيلوټه امريکايي الوتکې له خوا دبدر الدين حقاني ښکار دافغانستان ددولت  او دنړيوالو  ځواکونو په دغي ادعا  دتاييد مهر ولګاوه چې په وار واريي ويلي دي چې دتروريستانو پټنځايونه له پولي اخوا دي او دا افغانستان دي چې له دغه شان خوندي پټنځايونو  څخه پري بريد کېږي .
دتيرکال د ثور په مياشت کې دپاکستان په خاوره کې داسامه بن لادن له وژل کېدو  وروسته ، دبدر الدين  وژل کېدل ددغه هيواد استخباراتي سازمانونو ته يوه بله رسوايي بلل کېږي چې ښيي دالقاعده  اوطالبانو مشرانو په پاکستان کې بشپړ مصوونيت او ملاتړ لري .
دبدر الدين دوژل کېدو پيښه دپاکستاني طالبانو دجګپوړي  قوماندان ملا داد الله له وژل کېدو سره جوخت رامنځته کېږي .
ويل شوي دي چې ملا داد الله له خپلو يو شمير جګړه مارانو سره يو ځاي دپاکستان  داردو دراکتي او دتوپچې پوځ دبريدونو  تر ملاتړ لاندي دکونړ ولايت شيګل ته راغلي و چې يوځل بيا دافغانانو  په وړاندې ليکې جوړي کړي په وژنو او ورانکاريو لاس  پوري کړي خو په پاى کې  هوايي بريد پري وشو او له خپلو يارانو سره چې ټول يي پاکستانيان وو ، ووژل شو .
  دغه دوه مهمې پيښې هغه هم نږدي په يو زماني واټن کې کولي شي نه يوازي  دطالبانو تحرک او عمل  واخلي خو ددغو سازمان ورکوونکو تمويلوونکې  اي اس اي هم له تنګي لاري سره مخامخ کړي  سره له دي چې سياسي کارپوهان او په افغانستان کې عام خلک ددغو دوو تنو وژل کېدل په افغانستان کې دسولې او ثبات د تامينولو او دتروريستي  بريدونو په کمښت کې ښه فال بولي دچارو مسوولين  دي بايد  دغه سلامشوره اوسپارښتنه هيره نه کړي چې ښايي دهغيو د څيرو په بدلون يا حذف  سره  په لنډ مهال کې مثبت بدلونونه رامنځت ه شي خو دغه بدلونونه او انکشافات  په دايمي نه وي  په تيره بيا دحقاني شبکه چې په کېني او دشمني کې نوم لري هلې ځلې  به وکړي چې  په لنډ مهال کې يوه تشه رامنځته  کړي  خو هيرو دي نشي چې دحقاني په شبکه کې  يوه بله ماجرا غوښتونکې  څيره  سراج الدين حقاني به په زياتو دښمنيو لاس پوري کړي ځکه دي يوازي نه دي دسيمي له استخباراتو  څخه  کرنيلان او دده عربي  سلاکاران به بيا هم دافغانانو دزياتي  وژنې لپاره  دسراج الدين ملا وتړي او بيا به هم دي لازيات تمويل کړي افغان او نړيوالو مرکزونو ته دا ضروري کار  دي چې دتروريزم  جرړي په بشپړه توګه له منځه  يوسي  چې نور حقاني چې په يوه لاس کې  تسبيح  لري او په بل لاس کې توره  ، دافغانستان  دخلکو ستوني څيري نه کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته