فرهنګ

اوو رسنيزو شکايتونو او سرغړونو ته رسېدګي وشوه

کابل/ دسلواغې لومړۍ/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ پرون د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې: په دې غونډه کې اووه رسنيز شکايتونه او سرغړونې چې يوشمېر دولتي او خصوصي بنسټونو او انفرادي اشخاصو کمېسيون ته لېږلې وې، وڅېړل شوې.
په غونډه کې د شکايتونو او قضيو يوشمېر لورو هم ګډون وکړ او د کمېسيون د غړو پوښتنو ته يې ځواب ووايه.
د کمېسيون غړو له خبرو او څېړنې وروسته د هر مورد په اړوند لازمې پرېکړې وکړې.
ختم- عطاالله -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته