سیاست

د محمد اشرف غني حکم

کابل باختر د لړم پنځمه :
داولمپيک  دملي کميټې  دانتخاباتو دترسره کولو په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  محمداشرف غني حکم.
دمديريتي تشې او داولمپيک  دملي کميټې دموازي  بنسټونو دشتون دمخنيوي په مقصد ددغو مراتبو لارښوونه کيږي .
لومړى ماده :
  داولمپيک ملي کميټه  موظفه ده چې په ډير لنډ ممکن وخت کې  او په همغږي سره  داسيايي او نړيوال اولمپيک  دکميټې  له منشور سره  سم او ددغې کميټې دنوې رييس دانتخاب په لاره کې دداخلي او دبدني روزنې اوسپورت دلوى رياست له اساسنامې   سندونو او مقرراتو سره سم انتخابات  ترسره کړي .
  دويمه ماده :
يوهيئت  چې دنړيوال  اولمپيک دکميټې داساسنامې او منشور پرخلاف نه وي دبدلونونو او دنړيوال اولمپيک  دکميټې  تر نظر لاندې دانتخاباتو دترسره کولو دزمينې دبرابرولو  لپاره په شفاف  او اصولي ډول وټاکل شي .
دريمه ماده :
داولمپيک   دملي کميټې  موازي بنسټونه ددغه حکم په صادرولو سره لغوه بلل کيږي او هر راز انتخابات چې پخوا له نړيوالې  څارنې پرته ترسره شوي وي اعتبار نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته