کابل باختر د مرغومي څوارلسمه : يوه ځوانه نجلۍ په دايکندي ولايت کې تېره شپه خپل ژوند پاى ته ورساوه. يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه نجلۍ د دغه ولايت د مرکز د داني پيشوک د کلي اوسيدونکې وه او زهرجنو توکو په خوړلو سره خپل ژوند پاى ته ورساوه. د دايکنډي د والي وياند سکينه احساني وايي چې د دغې پېښې په اړوند درې تنه نيول شوي دي . ختم_ عطاالله_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ