سیاست

دوزيرانو شورا غونډه وکړه

کابل باختر د لړم  دمياشتې ٥  :
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوررييس حامدکرزي په مشرۍ  د جمهوري رياست دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې   جوړه شوه  .
د چارو دادارې او دوزيرانو شورا د دارلانشا لوى رياست باخترآ ژانس ته خبرورکړ :
په پيل کې  له اجنداسره سم دماليې وزير په داسې حال کې چې دبودجې دکميټې  غړې هم حاضر وو، دعادي اوپرمختيايي بودجو په تفکيک سره يې د ١٣٩٣ مالي کال دملي بودجې دطرحې په باب غونډې ته هر اړخيز معلومات ورکړل او زياته يې کړه ،  ١٣٩٣  مالي کال  ټوله ملي بودجه  څلورسوه درې څلويښت اعشاريه دوه مليارده افغانۍ  چېله اووه اعشاريه نهو ملياردو  امريکايي ډالرو سره برابره ده  چې له دې جملې څخه عادي بودجه  دوه سوه درې اوويا اعشاريه نهه مليارده افغانۍ  چې  څلور اعشاريه  نهه اتياميليارده ډالره کيږي او پرمختيايي بودجه يوسلو نهه شپيته اعشاريه  درې ميليارده افغانۍ  چې درې مليارده ډالره کيږي اټکل شوې ده  او دملي بودجې تمويل  له کورنيو منابعو څخه يوسلو دوه ديرش مليارده افغانۍ   چې دوه اعشاريه درې ميليارده ډالره کيږي او  له بهرنيومنابعو څخه دوه سوه پنځه اتيا اعشاريه  اته ديرش ميليارده  افغانۍ  چې  پنځه مليارده ډالره کيږي ترسره شوې ده .
دماليې وزير دملي بودجې هدفونه دوامداره اقتصادي وده  ، دعوايد زياتوالي ،  ددوامداره کار رامنځته کول ، دبيوزلۍ کمښت ، دکرني ، پوهنې اودصنعت  دبنسټيزو سکتورونو پياوړتيا  او  دوامداره  او انډوليزه سوکالي وبلله  اودبدلون په لسيزه کې دخصوصي سکتور پرمختيا  او ددوامدار اقتصاد دجوړولو لپاره   دکار درامنځته کولو په لاره کې دکورنيو اوبهرنيو پانګې اچونې په جذبولو کې ددولت  دزياتې پاملرنې ډاډ ورکړ  او دليږدونې دبهير دپاى ته رسيدو، دبيارغاونې دولايتي ټيمونو  دبشپړه  وتلو  دجمهوري رياست اودولايتي شوراګانو دانتخاباتو  ، دامنيتي ستونزو  دزياتوالي ، دتجارتي وارداتو او صادراتو اودنوې  پانګې اچونې  د کچې کمښت ، دافغانۍ پيسو دارزښت کموالي ، د١٣٩٢ کال  په بهيرکې  دعوايد دجدي کسر   او دنويو امتيازاتو دقوانينو دتطبيق له امله مالي فشار چې د ١٣٩٣ کال  دبودجې په طرحې  مستقيمه اغيزه لري په شان  دچلنجونو په شان غونډې ته يادونه وکړه او زياته يې کړه  ، د ١٣٩٣ مالي کال دملي بودجې په طرحه کې دوزيرانو شورا   د١٣٩٣  کال دچنګاښ دمياشتې د اوولسمې نيټې دغونډو مصوبه  د ١٣٩٣ مالي کال  دبودجې دپيشنهادي سقف  په شان  مشخص معيارونه   دپرمختيايي پروژو  دتطبيق  دځواکمنتيا اودروان کال لګښتونه ، دوزارتونو اوادارو تشکيل   دبهرني بودجې  په ګډون د دونرونو  ژمنې ،  داختياري وجوهو اودکورنيو عوايدو امکانات  ، دملي او نړيوالو موسسو  پخوانۍ موافقې  دملي پرمختيايي ستراتيژۍ او دلومړيتوب لرونکو پروګرامونوله مخې  ملي سترې  پروژې  او دلږ پرمختللو  ولايتونو وده په پام کې نيول شوې ده .
ده  څرګنده کړه  دوزيرانو شورا دمصوبو  له مخې  د ١٣٩٣ کال دعادي بودجې په طرحه کې  په لګښتونو کې سپما ، دلوکسو اوتجملې اجناسو دپيرودنې مخنيوى ، خدماتي لګښتونو  اودشتمنيو  دترلاسه کولو په خاطر  مشخص تنقيصات ترسره شوي دي  خو د ١٣٩٣ کال په عادي بودجه کې  د ١٣٩٢ کال په پرتله  زياتوالى دامنيتي  لګښتونو ،  دسړکونو ، هوايي ډګرونو ، ښوونځيو  او روغتونونو دساتنې او څارنې  دلګښتونو ، دشهيدانو اومعلولينو دتقاعد په  حقوقو کې زياتوالى ،  دتيرو کلونو دمتقاعدينو  دنه اجراشويو حقوقو  ورکول ، دقاضيانو دمعاشونو زياتوالى  اودپوهنتونونو داستادانو دامتيازونو د ورکولو له امله دي.
له بله پلوه  په پرمختيايي بودجه کې زياتوالى ، په انتقالي بودجه کې دزياتوالي له امله دى . ځکه د ١٣٩٢ مالي کال  انتقالي بودجه  د ١٣٩٣ کال په مالي بودجه کې  څه ناڅه په سلو کې شپږ څلويښت زياتوالى ښيي.
پرمختيايي بودجه په دوو اختياري او غيراختياري برخو کې تفکيک شوې ده  چې له مالي منابعو څخه يې استفاده  دلومړيتوب له مخې داسې  ځانګړې شوي ده چې په لومړي ګام کې هغو پرمختيايي پروژو ته  چې عملي کاريې پخوا پيل شوى دى او تر تطبيق لاندې دي  او ثانيا هغه پروژې  چې دداوطلبي او قرارداد ټول پړاونه يې بشپړ شوي دي او فزيکي کاريې  دپيليدو په  حال کې دي ، لومړيتوب ورکړشوى دى . نوې پرمختيايي پروژې په  محدود ډول  چې دلومړيتوب  او معقوليت له مخې دي  اولږپرمخ تللي ولايتونه او کوچيان هم  په دغو لومړيتوبونو کې شامل دي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دماليې وزير  داختياري او دغيراختياري  بودجې  دپروژو لست  د پروژې  په تفکيک اوپه  ١٣٩٣ کال کې داټکل شوې بودجې په تفريق  سره  غونډې ده طرحه اوپه پاى کې يې زياته کړه چې دماليې وزارت  دامکان تر پولې پورې زياتې هلې ځلې کړي دي  چې ددغې بودجې په طرحه کې دوزارتونو او ادارو  وړانديزونه په پام کي ولري . خوبايد وويل شي چې د ١٣٩٣  مالي کال بودجه دموجودو امکاناتوله مخې طرحه اوبرابره شوې ده .
وروسته دعاليې وزارت معين اوسرپرست  دشيدې خورو او وړکتونونو  دمقررې طرحه  غونډې ته وړاندې کړه چې په پنځو فصلونو او يوپنځوسو  مادو کې تصويب شوه .
دغونډې په دوام  دآريانا افغان هوايي شرکت  داساسنامې په يوويشتمې او څلرويشتمې  ماده کې دتعديل طرحه  چې دوزيرانو شورا دقوانينو دکميټې  دروان کال دوږي دمياشتې  دشپاړلسمې نيټې په غونډه کې تائيدشوې وه  دعدليې وزارت دمعين او سرپرست له خوا غونډې ته وړاندې او تصويب شوه.
وروسته دفوايد عامې وزير  په بادغيس ولايت کې  د  دوه اعشاريه اتو مليونو افغانيو په ټوله بيه   داته زره دوه سوه يوپنځوس  مربع متره ځمکې داستملاک پيشنهاد چې داشخاصو ملکيت دى  اودقصار _ لامان  دحلقوي سړک  دمشاوريتي اومراقبتي دفتر ودانۍ پکې   جوړه شوې ده او ټاکل شوې ده  دپرو ژې  له بشپړيدو وروسته له دغې ودانۍ څخه دحلقوي سړک  دساتنې اوڅارنې په مقصد استفاده وشي  غونډې ته طرحه   چې دتصويب وړ وگرځيده .
دغه راز  دسيمه ييزو ارګانونو لوى رييس   د درې اعشاريه  درېو مليونو افغانيو 
په ټوله بيه دافرادو دملکيت  دڅلور زره نهه سوه پنځو  مربع متره  ځمکې استملاک
چې ورباندې داصحاب باب دپرو ژې  سړک  جوړشوى دى  او داستملاک پيسې يې دلوګر ولايت دمحمدآغې ولسوالۍ دښاروالۍ په بودجې څخه ورکول کيږي غونډې ته پيشنهاد چې دتصويب وړ و ګرحيد.،

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته