سیاست

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار د ختيځو ولايتونو يو شمېر عالمانو سره وکتل

کابل باختر د وري د مياشتې ٢٩:
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د ختيځو ولايتونو يو شمېر عالمانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د نورستان ولايت سناتور عبداللطيف نهضت يار هم ګډون درلود عالمانو په ختيځ زون کې د ديني مدرسو د وضعيت او مدرسو کې د تدريس د بهير په اړه معلومات وړاندې کړل، ويې ويل چې د نويو مدرسو په جوړېدو سره د تدريس پر کيفيت زياته پاملرنه شوې او زموږ هېوادوال نوره اړتيا نه لري چې خپل بچيان د ديني علومو د زدکړې په موخه له هېواد څخه بهر واستوي.
دوى همدا راز د ختيځ زون يو شمېر ولسواليو کې د ناامنيو او د عالمانو د امنيت په ټينګښت کې د حکومتي مسئوولينو د نه پاملرنې او په ځانګړې ډول د لغمان ولايت مهترلام بابا د جامع جومات د خطيب، ننګرهار ولايت کې د دوو وتلو عالمانو په شهادت رسول، د ياد ولايت د حج او اوقافو د رئيس په کور بريد او په دې وروستيو کې د ملي امنيت له خوا دیوې دیني مدرسې د دوه تنه عالمانو د نيولو څخه اندېښنه څرګنده کړه، او په يادو برخو کې  د مشرانو جرګې د لومړي نايب د همکارۍ غوښتونکې شول.
ورپسې د مشرانو جرګې لومړي نايب د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، عالمان د پيغمبرانو د وارثينو په شان د احترام وړ دي او د هېواد سياسي بدلونونو کې ګټور رول لري. ايزديار د هېواد په دننه کې د ديني زدکړو د ترلاسه کولو په موخه د ديني مدرسو د ډېروالي پر اړتيا ټينګار وکړ، او د ديني عالمانو او ښوونکو يې وغوښتل چې د تدريس د کيفيت د لوړولو په موخه دې خپلې هڅې لازیاتې کړي ايزديار د ختيځ زون عالمانو غوښتنو ته د همکارۍ د ژمنې تر څنګ د جنګي وضعيت څخه د هېواد ويستو په موخه د هېواد د عالمانو په يووالي او يو موټې کېدو ټينګار وکړ.
همدا راز د مشرانو جرګې لومړي نايب د کابل ښار د يولسمې ناحيې يو شمېر اوسېدونکو سره د خپلې کتنې په ترڅ کې د دوي غوښتنې واورېدې.
په دې ناسته کې دوي د خپلو يو لړ سيمه ييزو ستونزو د مطرح کولو تر څنګ زياته کړه چې د ١٣٩٢ کال څخه د يادې ناحيې د درېيم ګذر کریړکول د ښاروالۍ پلان کې شامل وو، خو تر اوسه د يادې ادارې له خوا په دغې برخه کې عملي اقدام نه دي شوي، د مشرانو جرګې نايب ژمنه وکړه چې غوښتنو ته به يې د اړوندو کمېسيونونو له لارې رسيدګي وکړي.
دغه راز د مشرانو جرګې لومړي نايب په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې د دايکندي ولايت د خلکو استازي هم ګډون درلود د ياد ولايت يو شمیر مشرانو سره وکتل.
په دې کتنه کې دوی د غوره امنيت د ټينګښت او د خلکو او حکومتي بنسټونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کیدو څخه يادونه وکړه، او د خپلو سيمه ييزو يو شمیر ستونزوته د رسيدګۍ غوښتونکې شول.
ورپسې ايزديار د امنيت په ټينګښت او د حکومتي مسئولانو تر منځ د همغږۍ په برخو کې د ياد ولايت د خلکو همکاريو څخه ستاينه وکړه، ډاډ يې ورکړ چې سيمه ييزو ستونزو ته به يې د اړوندو کمیسيونونو له لارې رسيدګي وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته