فرهنګ

اماني فکري ټولنې په ننګرهار کې د کتابونو نندارتون پرانیست

جلال آباد/ د کب ۲ مه/ باختر
اماني فکري ټولنې د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار اړوند پاچا خان مزار کې د سولې او پرمختګ تر عنوان لاندې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیست.
په دغه نندارتون کې بېلابېل علمي، تاریخي، سیاسي او ټولنیز کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د نندارتون په پرانیستل کېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د ورته نندارتونونو جوړول په فکري بدلون کې مهم او مثبت رول لوبوي.
پوهاند مجاور احمد زیار، پوهاند نړیوال رازقي، پروفیسور اسیرمنګل، استاد حیات روغاني، استاد محمد اصف صمیم او د اماني فکري ټولنې په استازیتوب ډاکټر ننګ کاموي د نندارتون د پرانیستې په موخه د جوړې شوې غونډې نور ویناوال وو، چې د کتاب په ارزښت یې خبرې وکړې.
دوی وویل چې هیله من دي، هر کال په همدې موسم کې د کتابونو نندارتونونه جوړ کړي.
ټاکل شوې د کتابونو یاد نندارتون کې مشاعرې هم جوړې شي او دغه راز به دې نندارتون ته راغلي فرهنګیان او افغانان له بازار څخه په کم قیمت کتابونه ترلاسه کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته