کابل باختر دکب پنځه ويشتمه :
يو ځوان دوزګارتيا اوبې وزلۍ له امله ځان وواژه .
يو امنيتي خبرځاى چې د نوم له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه باختراژانس ته وويل :عزت الله چې اتلس کلن و او له دولسم ټولګي څخه فارغ شوى و تيره شپه د کوهستان د دويمې برخې دولسوالۍ د قلعه صحرا په سيمه کې په خپل کور کې دتومانچې په ډزو سره ځان وواژه .
دسيمې يوتن اوسيدونکى محمد ايوب وايي چې دغه ځوان دبې وزلۍ او وزګارتيا له امله ځان وژلى دى ځکه له ښوونځي څخه فارغ شوى و او کار ورته پيدا شوى نه و ، نوځکه يې په دې کار لاس پورې کړ .
0 د یوې دقیقې څخه لږ