سیاست

دوزيرانو شورا اقتصادي کميټې غونډه وکړه .

کابل باختر دمرغومي شپږويشتمه
دوزيرانو شورا اقتصادي کميټې نن له غرمې  وروسته دجمهور رييس دمرستيال او ددغې کميټې درييس محمد کريم خليلي په مشرۍ غونډه وکړه .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ ،. په دې غونډه کې له اجندا سره سم ديکه توت او تر هوايي ډګر پوري دبي بي مهرو دقلعه وکيل په ساحو کې داستوګنې دبلاکونو دجوړولو په باب چې دښار جوړولو دچارو له و زارت له خوا طرحه شول غور او خبرې وشوې .
دښار جوړولو دچارو وزارت دڅرګندونو له مخې ددغه شان پروژو تطبيق کولي شي دکابل ښار بڼه اوڅيره  بدله کړي او دا دښار ديوې برخې دبياجوړولو په اړوند دافغانستان لومړني تجربه ده .
وروسته داقتصادي کميټې غړو دانجنيري ، له ښاري ماستر پلان  سره دهمغږي ، شنو ساحو ، واټونو ، مخابراتي بنسټونو  او دنورو مواردو له پلوه ددغې پروژې په اړوندخپلې نظريې  او وړانديزونه طرحه کړل .
اقتصادي کميتې په اصولو او پرنسيب  کې ددغې طرحي دتاييدولو په ترڅ کې ، دښار جوړولو دچارو وزارت مکلف کړ چې له  کابل ښاروالۍ سره دهمغږي په ترڅ کې دې په پړاويز ډول دهغه دپرمختګ دڅرنګوالې په  باب اقتصادي کميټې ته رپوټ وړاندې کړي .
دغه راز کابل ښاروالۍ مکلفه شوه چې په دې اړوند دې دښار جوړولو دچارو له وزارت سره همکاري وکړي .
دغه راز دغونډي دکار په دوام دښار جوړولو دچارو وزارت دکابل ښار دفاضلاب  دشبکې داجرائيوي کميټې دکار دپرمختګ  دڅرنګوالې په اړوند اقتصادي کميټې ته  رپوټ  وړاندې کړل .
داقتصادي کميټې غړو دښاريانو په سلامتيا او دژوندانه په چاپيريال ساتنه کې دروغتيايي اوبو رسولو او کاناليزاسيون په اساسي رول باندې دټينګار په ترڅ کې دغه رپوټ تاييد کړ او په دې اړوند يې دماليې وزارت موظف کړ چې دموضوع ارزښت ته په پاملرنې سره دې ددغې پروژې دتمويل د څرنګوالې په باب  دالمان له هيواد سره خبري وکړي .
وروسته داقتصادي کميټې په غونډه کې نورو ولايتونو او له هيواد څخه بهر ته دکونړ ولايت دلرګيو د صنايعو  دتوليداتو دصادرولو داجازې په اړوند دسوداګرۍ  او صنايعو دخونو دوړاندې په باره کې هراړخيز غور او خبرې وشوي .
   اقتصادي کميټې دغه وړانديز دځنګلونو دقانون دتطبيق ، په هيواد کې دکارموندلو دزياتوالې ، چاپيريال ساتنې ، اقتصادي ارزښت او دنورو مواردو له پلوه وڅيړه او په دې اړوند يې خپل يو لړ وړانديزونه طرحه کړل .
اقتصادي کميټي له هراړخيز غور وروسته دغه وړانديز ددريو کلونو په زماني قيد سره تاييد کړ او څرګنده يې کړه چې دغه وړانديز په هيڅ صورت دځنګلونو دغوڅولو اوله هيواد څخه بهر ته داومو لرګيو دصادرولو لپاره دمجوز مانانه لري .
اقتصادي کميټي دغه راز يوځل بيا دفيض محمد ناصري ددوکاندارانو دستونزو دحل کولو او له هغوى سره دمرستې په اړوند چې داورلګيدنې له امله زيانمن شوي و دوزيرانو شورا دپريکړو او دسوداګرۍ او صنايعو دخونو دوړانديزونو په تطبيق باندې ټينګار وکړ او په دې اړوند يې دماليې وزارت ته دنده وسپارله چې دوزيرانو شورا دپريکړو دتطبيق  دڅرنګوالې په باب دې په راتلونکي غونډه کې اقتصادي کميټې ته رپوټ وړاندې کړي .
اقتصادي کميټې دغه راز دشهيدانو ، معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزارت او دسوداګرۍ خونې مکلفي کړي چې په هيواد کې دبهرنيو کارګرانو دشتون دڅرنګوالې ، بهرنيو ماهرانو ته  داړتيا او نه اړتيا دهغوي دکار او استوګنې دجواز او دنورو مواردو په باب يوه  هراړخيزه طرحه برابره او اقتصادي کميټي ته دى وړاندې کړي .
  دوزيرانو شورا داقتصادي کميټې غړو  دغه راز دارزاقو دبرابرولو دتصدي ګوډامونو دجامو  مينځلو دڅه پاسه ٥١١ټنو پودرو دپلورنې په باب ، په دې اړوند دتصميم نيولو واک دتصدي عالي شورا ته ورکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته