کابل / د وږي ۸ مه / باختر
د میدان وردګو قومي مشرانو د دغه ولایت له والي مولوي رحیم الله محمود سره په کتنه کې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د بریا پر مبارکۍ سربېره یې د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې قومي مشرانو له والي غوښتنه وکړه چې د ولس ستونزو ته رسیدګي وکړي.
په ورته وخت کې د میدان وردګو والي د اسلامي امارت په بریا کې ولسونه شامل وبلل او د دوی قربانۍ او هڅې یې وستایلې. والي قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به یې پر وخت رسیدګي کېږي.
ن/ر