امنیت

د ولسي جرګې د لومړي نايب کورته څېرمه بمي چاودنه

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٧
په جلال آباد ښارکې د ولسي جرګې د لومړي نايب کورته څېرمه بمي چاودنه وشوه چې د سر زيان يې نه دى اړولى.
دغه بم چې نن سهار په جلال آباد ښارکې د ظاهر قدير د کور د دروازې په وړاندې په يوه ونه کې ځاى پرځاى شوى و؛ وچاوديد.
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې يوه امنيتي خبرځاى د باختر آژانس ته وويل چې په دې بمي چاودنه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.
عيني شاهدان وايي چې په دې چاودنه کې د يوه نړيوال بنسټ يو موټر يو څه زيانمن شوى دى.
تر اوسه پورې د دغې بمي چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته