امنیت

انجینیر محمدخان د کابل ښار ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغانده

کابلباختر د وږي د مياشتې١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمدخان د کابل ښار د مکروریانونو په سیمه کې د شینوزاده روغتون مخې ته ځانمرګى بريد په سختو ټکو وغانده کوم چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر ملکيان شهیدان او ټپیان شول.
لومړي مرستیال د دغه بريد دغندلو ترڅنګ وویل چې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت وسله وال مخالفین به ددغه شان وحشت او دهشت خورولو له لارې هیڅ کله هم خپلو ناوړو اهدافو ته ونه رسیږي بلکې پرملکي وګړو، ښځو اوماشومانوباندې حملې او دهغوی په شهادت رسول ددوی پر وړاندې د خلکو کرکه لازیاتوي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال په ټینګار سره وویل چې موږ به هیڅکله هغه چاته اجازه ورنه کړو چې د هیواد د ورانولو اودخلکو دوژلو له لارې د هیواد واک په لاس کې اخیستل غواړي.
موږ ژمن يو چې د ترهګرو اود هغوی د ځالو تر لمنځه وړلو پورې به مبارزه کوو، په افغانستان کې به سوله اوټیکاو رامنځ ته کوو او د داسې بې رحمه اوانسان دښمنو ډلو پروړاندې چې دهیواد له وسله وال پوځ سره یې د مبارزې توان له لاسه ورکړی هیڅکله دغه شان جنایتونو تر سره کولو ته پرې نږدو.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال په دغه ترهګریزه بريد کې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانوته د څښتن تعالی جل جلاله له دربار څخه دعاجلې روغتیا ، د دوی کورنیو ، خپلوانو او زیانمنوشویو ته د جمیل صبرغوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته