کابل باختردمرغومي يوولسمه :
دفوټبال دحذفي جام سيالۍ نن په هرات کې پيليږي .
دهرات ولايت دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغوسياليو په پيل کې دهېواد او جامي ټيمونه لوبه کوي .
دنوروزي دڅرګندونو له مخې دفوټبال دحذفي جام سيالۍ دديرشو ټيمونو په ګډون دهرات په لوبغالي کې پيليږي .
ديوبل خبرله مخې په هرات کې دفوټبال دغوره ليګ دسياليو راستنيدل پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند .
دنوروزي دڅرګندونوله مخې په دغوسياليو کې دپيمان او پامير ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه ديوې په وړاندې په دريو سره دپامير ټيم په ګټه پاى ته ورسيده .
دغه سيالۍ په هرات کې داتو ټيمونو ترمنځ پيل شوې دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ