سیاست

د هالند د شاهي دولت سفير کندز ته سفر وکړ

کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
د هالند د شاهي دولت سفير هينګ بانګ باکر پرون د کندز ولايت ته د سفر لپاره دغه ولايت ته ورسيد .
د هالند د شاهي دولت سفير د پامير د شلمې فرقې په تالارکې د کندز ولايت له ملکي او نظامي مسوولينو د ولايتي شورا له غړو او د دغه ولايت له ځينو مخورو سره وکتل او د يوې وينا په ترڅ کې يې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو په دوام ټينګار وکړ .
ده زياته کړه چې په افغانستان کې به دايمي سوله او ټيکاو  تامين شي .
دغه راز د هالند سفير نړيوالې ټولنې د افغانستان  دايمي همکارانې  وبللې او ويې ويل چې د نړۍ ټول هېوادونه په تيره بيا هالند به په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د دوست په توګه پاتې شي.
د کندز والي اسدالله عمرخيل هم د هالند هېواد د تيرو مرستو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې په اوسنيو شرايطوکې له افغانستان سره د هالند او نړيوالې مرستې اساسي اړتياوې وبللې.
د کندز د والي د څرګندونوله مخې: د افغانستان خلک به هيڅکله د دوستو هېوادونو مرستې هيرې نه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته