فرهنګ

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معرفي شو

-کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۵ مه
د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ نوى رئيس نن د دغه رياست کارکوونکو ته معرفي شو او په کار يې پيل وکړ.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: زکريا ناصري چې د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيس په توګه ټاکل شوۍ دى، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو د رييس احمد ضيا انوري له خوا د دغې ادارې کارکوونکو ته معرفي شو.
زکريا ناصري د بغلان پوهنتون د ادبياتو له پوهنځي څخه فارغ شوى او مخکې له دې  د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د ريئس په توګه يې دنده ترسره کوله.
پاىجذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته