خبرونهروغتیا

د هلمند د موسى کلا روغتون لپاره د اوبو رسولو سيستم جوړول

 کابل/ د وږي٨ مه / باختر

د هلمند د موسى کلا روغتون لپاره د اوبو رسولو سيستم جوړ شو.

دا پروژه د نړيوالې سره صليب کمېټې په مرسته پلى شوه.

ياده کمېټه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي  په دې پروژه کې روغتون ته د څښاک اوبه په رسولو سربيره، د دې مرکز ټولو څانګو ته د نلونو ځغلول هم شامل دي.

د هلمند د موسى کلا ولسوالۍ روغتون د نړيوالې سره صليب کمېټې په مرسته جوړ شوى دى.

دغه کمېټه وايي دوى به په افغانستان کې د روغتونونو لپاره د اوبو رسولو سيستم  جوړولو ته دوام ورکړي.

\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا