امنیت

دناټو يو سر تير ي په افغا نستان کې ووژل شو.

کابلباختردچنګاښ ١٧ مــــــــه

دناټو يو سر تيري پرون په افغا نستان کې ووژل شو .

 دغه سر تيري د افغانستان په جنو ب کې د وسله والو طالبانو د بريد له ا مله سخت ټپي شوى و او روغتون ته دليږد ونې په لاره کې يې ساه ورکړه .

 ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ددغه سر تيري وژل کيدل تا ئيد کړل خو دده د هويت په باب اود پيښې ددقيقى سيمې په باب څه نه دي ويلي .

 ددغه سر تيري په وژل کيدو سره په افغا نستان کې په روان ميلادي کال کې دناټو دپوځيانو دسردزيان شمير درې سوه تنو ته ورسيد .

دا په داسې حال کې ده چې په تير ميلادي کال کې په افغا نستان کې له ياغيانو سره په جګړه کې دناټو ټول پنځه سوه شپږ نوي تنه پوځيان وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته