ورزش

سيمرغ البرز موجهاى اموته ماتې ورکړه

 

کابل باختر دتلې ٨

دافغانستان دفوټبال دغوره ليک سياليو پرون په يوې لوبې سره دوام وکړ دهيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول احمدشاه ساير باختر آژانس ته وويل په دې لوبه کې دسيمرغ البرز ټيم د اوو په مقابل کې په څلوروسره دموجهاى امو ټيم ته ماتې ورکړه

دغه سالۍ دهيواد له اتو زونونو څخه د اتو ټيمونو په ګډون دکابل ګول پروژې په ډګر کې پيل شوي دي چې په اوونۍ کې څلور ورځې دوام کوي دخبرځاى دڅرګندونو له مخې  ټاکل شوې ده د روانې اوونۍ دسه شنبې د ورځې په سياليو دسپين غربازان او دميوند اتلان لوبه وکړي ساير زياته کړه تراوسه پورې په الف ګروپ کې دسپين غر بازان او دميوند اتلان دشپږو امتيازونو په لرلو سره او د ب  په ګروپ طوفان هريرود دشپږو امتيازونو او سيمرغ البرز د دريو امتيازونو په ترلاسه کولو سره دسياليو دنتيجو دجدول په سرکې ځاى لري.

ديوبل خبر له مخې دکابل ښار دفوټبال دغوره ليک سيالۍ نن مازيګر دمشعل او سباوون او شعاع او خاور دټيمونو ترمنځ به لوبوسره دوام کوي .

دغه سيالۍ دنولسو غوره ټيمونو ترمنځ په  کابل کې پيل شوي دي ټاکل شوې ده نن دمشعل دفوټبال ټيم دسباوون له ټيم سره او شعاع له خاور سره لوبه وکړي.

دغه سيالۍ دهرې اوونۍ دشنبې له ورځې څخه د دوشنبې تر ورځې پورې دګول دپروژې په ډګر کې دوام کوي.

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې تراوسه پورې دفروزى ټيم داته ويشتو امتيازونو په لرلو سره ددغو سياليو دنتيجو دجدول په سرکې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته