ښوونه او روزنه

په لغمان کې د کانکور ازموينه په ارامه فضا کې واخستل شوه.

کابل باختر د سلواغې دولسمه
په لغمان کې د کانکور ازموينه د ۱۷۸۶ تنو کانديدانو په ګډون کې چې د لغمان والي، د پوهنتون رهبري هيئت، د ازموينې کمېټې مسولينو، دمشرانو جرګې استازي قاري ميرحاتم تره خيل، د ولايتي شورا رييس او استازو او يو شمېر نورو چارواکو تر څارنې لاندې په ارامه فضا کې واخستل شوه.
د کانکور ازموينې څخه د مخه په جوړه شوې غونډه کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د خبرو پرمهال د جمهوررييس سلامونه او نېکې پېرزوینې د ازموینې ګډونوالو ته وړاندې کړې او ترڅنګ یې هغه لارښوونې چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې د کانکور د ازموینې د شفافیت او هر اړخیز نظم په اړه د هېواد د ۳۴ ولایتونو والیانو ته کړې وې د ازموينې ګډونوالو ته څرګندې کړې.
ده په خبر کې وويل: د ازموينې ټول ګډونوال دې د قوي هوډ او لېوالتیا سره سم د خپلې خوښې پوهنځی غوره کړي تر څو په راتلونکي کې یې د لوستو پر وخت له ستونزو او ننګونو سره مخ نه وي.
نعیمي د خپلې وینا په پای کې د ازموینې ګډونوالو ته وویل چې ډيرښه قوت ستاسې فکر، ستاسې چمتووالی او ستاسې هڅې دي او زما هیله له تاسې همدا ده چې د ازموینې تر پایه خپل نظم په ښه ډول سره وساتۍ.
د ازموینې تر پرانېستو دمخه د د لوړو زده کړو وزارت راغلي پلاوي په استازولئ یو تن د کانکور ګډونوالو ته د ازموینې د طرزالعمل او د پوهنځیو د ټاکلو او انتخاب په اړه معلومات وړاندې کړل.
د لغمان پوهنتون رييس عبدالصبور غفورزي د باختر اژانس خبريال ته وويل: سږ کال په ټول لغمان کې ۱۸۸۴ تنو  د کانکور د ازموینې لپاره نوم ليکنه کړې وه چې له دې جملې څخه  ۹۸ تنه یې غیر حاضر دي او د  ۱۷۸۶ تنو څخه چې ۴۵ تنه يې ښځينه دي د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
غفورزي زياته کړه سږ کال به د لغمان  پوهنتون په څلورو پوهنځيو کې چې ۱۲ څانګې لري(۱۶۵۰) تنه  جذب شي.
د یادونې ده د کانکور ازموینه په دولسو بجو پیل شوه او له غرمې وروسته تر درې نیمو بجو پورې يې دوام وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته