امنیت

د فارياب د آستانه بابا ستراتيژيکي ساحه طالبانو ونيوله

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١١ :
د فارياب ولايت د آستانه بابا ستراتيژيکي ساحه بېرته طالبانو ونيوله .
د سه شنبې په شپه له دغې ساحې څخه د اردو د سرتيرو له وتلو وروسته د وګړني پاڅون کوونکو ځواکونو هم له آستانه بابا څخه ووتل او طالبان بېرته په دغه ساحه کې ځاى پرځاى شول.
د شيرين تګاب ولسوالۍ د آستانه باب ستراتيژيکي ساحه چې پنځوس کلي پکې دي؛ يوه اوونۍ مخکې د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د پوځي عملياتو په بهيرکې له يوکال څخه وروسته  د پوځيانولاسته ورغله.
په فارياب ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان له باختر آژانس سره په اړيکه کې  د شرين تګاب ولسوالۍ له آستانه بابا سيمې څخه د پوځيانو وتل تائيد کړل او ويې ويل: د آستانه باباساحه ډيره پراخه ده او دزياتو پوځي واحدونو دځاى پرځاى کولوغوښتنه يې کوله.
د فارياب ولايت سيمه ييزمسوولين تاييدوى چې طالبان بېرته  په دې ساحه کې ځاى پرځاى شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دولس تنه پوځيان او دوه تنه ملکي وګړي په فارياب ولايت کې د طالبانو په بريدکې ټپيان شوي دي.
دغه پيښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو په شرين تګاب ولسوالۍ کې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
ويل کيږي په دې  جګړه کې طالبانو ته دسر زيان اوښتى دى؛ خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته