امنیت

د هېواد په ختیځ کې ۳۲ وسله وال طالبان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۱۶ مه
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور یې ټپیان شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې، له تېرو څو ورځو راهېسې ګډو افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د وسله والو د ځپلو او د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د زمینې برابولو په موخه چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي یاد عملیات چې لا هم دوام لري پکې ۳۲ وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ نور یې سخت ټپیان شوي او دوه ویشت کلي هم د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
ویل کېږي چې د پیل شویو عملیاتو په دوام کې د وسله والو طالبانو توغول شوی توغندی په یوه کور کې لګېدلی چې له امله یې اته ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته