امنیت

پنځه طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان پرون په جوزجان کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د جوزجان د آقچې ولسوالۍ په قره بويين ساحه کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
هغه زياته کړه: په دغه بريد کې ٧ نور طالبان ټپيان شول او د هغوى يو فولډر موټر او څلور موټرسايکلونه ويجاړ شول.
د يو بل خبر له مخې:
د ملي اردو ځواکونو د وسله والو طالبانو دوه ماينونه د جوزجان د قرقين ولسوالۍ له مرکزي سيمو څخه کشف او شنډ کړل.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته