امنیت

دملګروملتو دسازمان سرمنشي په کابل کې پرونۍ ځانمرګي بريد په کلکه وغانده .

نيويارک  باختر د زمري  دريمه :
  دملګروملتو دسازمان سرمنشي  ديوې وينا په صادرولو سره په کابل کې پرونۍ ځانمرګي بريد په کلکه  وغانده او په ملکي وګړو بريدونه  يې له نړيوالو بشر دوستانه قوانينو څخه سرغړونه او يوجنګي جنايت وباله .
دملګروملتو دسازمان سرمنشي  انتونيو ګوترش  ددوشنبې په ورځ  ديوې وينا په صادرولو سره په کابل کې  ددوشنبې دورځې بمي بريد چې دڅه ناڅه ٣٥ تنو دشهادت او دکابو  ٤٠ تنو افغان ملکي وګړو دټپي کيدو سبب شو ، په کلکه وغانده .
ده په دې وينا کې يوځل بيا ټينګار کړى دى چې په ملکي وګړو قصدي بريدونه دبشر له حقوقو او له نړيوالو بشر دوستانه قوانينو  څخه څرګنده سرغړونه بلل کيږي او کيداي شي  دنړيوالو مراجعو له خوا  دجنګي جنايت په توګه تعقيب شي .   ګوترش ددغې پيښې دقربانيانو له کورنيو سره دهمدردۍ  دڅرګندولو په ترڅ کې ددغې پيښې ټپيانو ته دبيا روغتيا هيله کړې  ده او دافغانستان له دولت اوخلکو سره يې خپل ملاتړ څرګندکړى دى .
په سيمه ئيز وخت پرون ددوشنبې دورځې  دسهار  په لومړيو شيبو کې وسله والوطالبآنو په بمونوبار له يوه موټر  څخه په استفادې سره په کابل ښار کې  دافغان دولتي مقاماتو او کارکوونکو دسپرلۍ په سرويس موټر ځانمرګي بريد وکړ او ددغه موټر د ٣٥ تنو سپرليو په شهيدانولو او دکابو ٤٠ تنو نورو په ټپيانولو سربيره  موټرو او ددغې پيښې  شاوخوا دودانيو ته زيات تاوانونه واړول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته