کابل باخترد لړم د مياشتې ١٤ :
په فارياب ولايت کې د يوه واده په مراسمو د توغندى بريد د عاملانو د پيژندنې لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
چهارشنبې ناوخته د خواجه سبز پوش د کوسه قلعه په کلي کې د يوه واده په مراسمو د توغندي بريد وشو.
د فارياب د والي وياند وايي چې په دې پيښه کې پنځه تنه ماشومان، شپږ ښځې
او يو نارينه ووژل شول او څه ناڅه ٣٠ تنه نور ټپيان شول چې د دغې پيښې په ټپيانوکې ناوې هم شامله ده.
جاويد ديدار له باختر آژانس سره په اړيکه کې طالبان د دغه توغندي دتوغولو عاملين وبلل.
ده د دغه مرګانى توغندى د توغولو د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره د هلوځلو د پيل خبر ورکړ.
0 1 دقیقه لوستل