امنیت

دهلمند په نهرسراج دوسله والو طالبانو بريد.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
وسله والو طالبانو تيره شپه دهلمند ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کې دجهانزيب په کمپ بريد وکړ.
دهلمند دوالى وياند محمد عمر دباختر آژانس خبريال ته وويل : وسله والو مخالفينو دهلمند ولايت دنهرسراج په جهانزيب کمپ يرغليز بريد وکړ او په سيمه کې دامنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې د دولتي ځواکونو له خوا د درندو وسلو د ډزو له امله وسله وال طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى چې دقيق شمير يې معلوم نه دى .
په دې جګړه کې دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او شپږ تنه نوريې ټپيان شوې دي او جګړه دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته