امنیت

دسلما بند دامنيت دتامينولو لپاره په هرات کې دهند دقونسل له خوا دپوځيانو ستاينه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
په هرات ولايت کې د هندوستان  جنرال قونسل  دسلما بند  دامنيت دتامينولو په کار کې دوسله والو ځواکونو  ستر رول وستايه .
دهندوستان جنرال قونسل  دظفر قول اردو له قوماندان سره  په کتنه کې دهرات  دسيمه ييزو مسوولينو په تيره بيا  دملي اردو دمسوولينو دهراړخيړو همکاريو له امله دقدردانۍ په ترڅ کې وويل ؛ دسلما  بند په ساحه کې دامنيتي تدبيرونو زياتوالى دکار دبهير د ګړندي کيدو سبب شوى دى  .
ده  دسلمابند په ساحه کې د امنيتي تدبيرونو دزياتوالي له امله خوښي څرګنده کړه او دهندوستان دصدراعظم سوغات يې  دافغان _ هند ددوستۍ دپرانيستلو  دتدبيرونو   او دفني پرسونل  او دپروژې دانجينرۍ دانتقالاتوپه خاطر دهليکوپټرونو ددايمي خدمتونوله امله  دامنيتي ځواکونو دخدمتونو په درناوي د  ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان ته ورکړ.
د ٢٠٧ ظفر قول ارد وقوماندان تورنجنرال محي الدين غوري هم ډاډ ورکړ  چې دسلمابند دامنيت دتامينولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
ده په اقتصادي ، پوځي ، تحصيلي  اوفرهنګي برخو کې  دهندوستان ددولت او خلکو  دخدمتونو له امله قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته