ښوونه او روزنه

د افغانستان د کانکور آزموینو ملي پروسه د بایو متریک سیستم څخه برخمنه شوه.

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢
لومړي ځل لپاره د افغانستان د کانکور آزموینو ملي پروسه د بایو متریک سیستم څخه برخمنه شوه.
د کانکور آزموینو ملي پروسه چې تیر کال په ټول هېواد کې په شفاف ډول ترسره شوه، سږ کال په دغه آزموینه کې د بایومتریک سیستم تطبیق شو چې پر بنسټ به یې یاده آزموینه د امنیتي پلوه خوندي او په کې به د هر ډول غیر قانوني اشخاصو د ګډون مخه ونیول شي.
نن د یوې سترې غونډې په ترڅ کې چې په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې جوړه شوې وه یاد سیستم د لوړو زده کړو وزیرې او کانکور آزموینو عمومي ریاست مسؤلینو له خوا معرفي او افتتاح شو.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت رهبري سربیره، د جمهور رئیس سلاکار رفیع الدین ملکزي، د USWDP ادارې رئیس، کورنیو چارو وزارت کریمینل تخنیک رئیس مل پاسوال محمد ایاز قیومي، پوهنې وزارت استازو، استادانو او د کابل ولایت د لیسو ګڼ شمېر فارغانو ګډون کړی و.
لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند په کانکور آزموینه کې د بایو متریک سیستم تطبیق د افغانستان د دولت، لوړو زده کړو وزارت او په ځانګړې توګه هغو ځوانانو لپاره چې په آزموینه کې ګډون کوي یو ښه زیری وباله او زیاته یې کړه، د یاد سیستم په تطبیق سره به د کانکور آزموینه د تیر کال په پرتله هم رڼه او پاکه ترسره شي.
لوړو زده کړو وزیرې ډاډ ورکړ چې د دې سیستم په تطبیق سره به یوازې هغه کسان وکولی شي آزموینه ورکړي چې د آزموینې لپاره بایومتریک کیږي او په آزموینه کې به د ټولو هغو اشخاصو د شمولیت مخه ونیول شي چې تقلب کوي او نور کسانو پر ځای آزموینې ته داخلیږي.
نوموړې زیاته کړه په دغه سیستم کې د کانکور آزموینې ټول داوطلبان بایو متریک کیږي او همدارنګه وروسته له آزموینې چې کله تحصیلي بنسټونو ته لار مومي بیا هم د یاد سیستم له لارې پیژندل کیږي.
پوهنوال مومند وویل سږ کال به په ټول هېواد کې د کانکور آزموینې لپاره د بایومتریک سیستم تطبیق شي او وروسته به د همدغو کوډونو له مخې چې داوطلبانو ته د یاد سیستم له لارې ورکړل شوي، آزموینه کې د ګډون حق ورکړل شي.
لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال مومند د کانکور آزموینو ملي پروسې په روڼتیا او کانکور آزموینو عمومي ریاست د تجهیز په برخه کې د امریکا سفارت، USAID او  USWDP ادارې له مالي او تخنیکي مرستو څخه مننه وکړه او وویل سږ کال د  USWDP ادارې په مرسته کانکور آزموینو ریاست لپاره ۳۰ پایې جم کټونه یا د بایومتریک آلې او دوه پایې د رنګه کارټونو چاپولو ماشینونه اخیستل شوي چې له مخې به یې لومړی د کابل او بیا به د نورو ولایتونو داوطلبان بایومتریک شي.
لوړو زده کړو وزیرې همدارنګه زیاته کړه تیر کال یې په کانکور آزموینو کې د نجونو لپاره درې زره سیټونه ځانګړي کړي وو خو سږ کال یې دغه کچه پنځه زرو ته پورته کړې او د تیر کال په پرتله به په تحصیلي بنسټونو کې دوه زره نجونې زیاتې جذب شي.
ورپسې د USWDP ادارې رئیس لاري ګولډمن لوړو زده کړو وزارت سره د خپلو همکاریو په اړه معلومات ورکړل او د کانکور آزموینې په پروسه کې یې د بایومتریک سیستم تطبیق د لوړو زده کړو وزارت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله. نوموړي د لوړو زده کړو وزارت سره یې د لا ډیرو همکاریو ډاډ ورکړ.
په دغه غونډه کې همدارنګه د لوړو زده کړو وزیرې له خوا د USWDP ادارې رئیس ته د هغوي د ښو همکاریو له امله د تقدیر لوحه ورکړل شوه.
د غونډې په پای کې د کانکور آزموینو بایومتریک سیستم د لوړو زده کړو وزیرې، جمهور رئیس سلاکار، USWDP ادارې رئیس او اړوندو ادارو استازو له خوا افتتاح شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته