خبرونهروغتیا

په هېواد کې د کروناویروس ۲۱۲ نوې پېښې ثبت شوې

کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د کروناويروس د ۲۱۲ نويو پېښو د ثبت او د ۱۶ تنو د مړینې خبر ورکړ.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د کروناویروس د ۲۱۲ نويو پېښو په ثبت سره، په هېواد کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۵ زرو ۴۹۰ ته ورسېد.

دغه راز په ياده موده کې د ۱۶ تنو په مړینې سره د کووېډ-١٩ ناروغۍ د قربانیانو شمېر یو زرو ۷۲۸ او د روغ شویو کسانو شمېر ۳۶ زرو ۱۴۵ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر اکمل سمسور په ۴۶ مه اوونۍ کې د کروناويروس مثبتې پېښې د تېرو اوونيو په پرتله زياتې وبللې، خو ټينګار يې وکړ چې د خلکو له خوا له ماسک څخه په استفادې او د روغتيايي سپارښتنو په رعايتولو سره کولاى شوو يوځل بيا په هېواد کې د کروناويروس د پېښو د کمښت شاهدان واوسو.

د عامې روغتيا وزارت وياند د هېواد خلکو ته خبردارى ورکوي چې د کرونا د خطرناک ویروس د مخنيوي په خاطر روغتيايي لارښوونې رعايت کړي. له ماسک څخه استفاده، د واټن رعايتول، له لاس ورکولو او ښکلولو څخه ډډې کول، د کروناويروس د مخنيوي په لاره کې د اساسي روغتيايي لارښوونو يوه برخه ده.

ختم- ج- اکرم

 

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته