خبرونهامنیت

د پروان د استخباراتو نوي رييس په کار پيل وکړ

 کابل / د لړم ١۳مه / باختر

د پروان والي پرون د دغه ولايت د ملي امنيت نوی رييس د دغه رياست کارکوونکو او منسوبينو ته معرفي کړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د پروان والي ملا محمد فريد عمر، قاري صديق الله مخلص د پروان د ملي امنيت د رييس په توګه د دغه رياست منسوبينو ته معرفي کړ او هغه ته يې د سيمه ييزې ادارې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د افغانستان اسلامي امارت د ملي امنيت د لوى رياست د دفتر رييس مولوي عبدالله د نظام په ادارو کې ادلون بدلون يو منل شوي اصل وباله او د ملي امنيت د مخکېني رييس د کارونو قدرداني وکړه.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته