ټولنه

د پکتیکا د یو شمېر ولسوالیو ستونزې وڅېړل شوې

کابل/ د ليندۍ١٣مه / باختر:
د پکتیکا والي مولوي عبدالله مختار د ارګون، سروبي، برمل، شکین، ځېړوک او ګیان ولسوالیو څخه کتنه وکړه.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې: د پکتيکا والي وويل چې يادو ولسواليو ته يې د سفر موخه د يادو ولسواليو د ستونزو څېړل او د ستونزو حلول وبلل.
د پکتيکا والي زياته کړه، د ټولو ولسواليو هغه ودانۍ چې تر اوسه د تېرحکومت له خوا بشپړې شوې نه دي، بشپړې شي.
دغه راز د پکتيکا والي په يادو ولسواليو کې د يو شمېر شهيدانو پر کورنيو او اړو کسانو د ژمنيو لګښتونو په موخه ٧٠٠ زره افغانۍ نغدي مرسته هم ووېشله.
د يو بل خبرله مخې؛ د پکتيکا والي مولوي عبدالله مختار د دغه ولايت د ګيان ولسوالۍ د ودانۍ د جوړېدو چارې پيل کړې.
د پکتيکا د والي دفتر يوې سرچينې وويل، چې دغه ودانۍ د دولت په مالي مرسته جوړېږي چې په جوړېدو سره به يې د دغې ولسوالۍ د کارکوونکو او اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.
\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا