کابل باختر د چنګاښ ديرشمه
دازبکستان داسلامي تحريک دتروريستي سازمان يو قوماندان دافغانستان په شمال کې پرون ونيول شو .
دغه قوماندان چې هويت يي نه دي څرګند شوي پرون سهار د تخار ولايت داشکاشم ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان او ناتو د ځواکونو په عملياتو کې نيول شوي دي .
ناتو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼي په ليږلو سره وايي دغه قوماندان په کندز ولايت کې ددغه تحريک دتروريستي بريدونو رهبري په غاړه درلوده .
ويل کيږي په دغو عملياتوکې دازبکستان داسلامي تحريک څو نور ياغيان هم نيول شوي دي .