سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې دهند جمهوريت له نوي سفير سره دپيژندګلوۍ کتنه وکړه .

کابل باختر د سلواغۍ څلورمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت  سياسي معين حکمت خليل کرزي نن په کابل کې دهند جمهوريت له  نوي سفير منپربت وهرا سره دپيژند ګلوۍ کتنه وکړه.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين دزياتو کلونو په بهير کې  له افغانستان سره دهند جمهوريت دهمکاريو له امله په قدرداني  سره ددواړو هېوادونو ترمنځ  داړيکو پياوړتيا او  پراختيا مهم او ارزښتناک وبلل هيله يې وکړه چې په کابل کې  دهند جمهوريت دنوي سفير دماموريت  په دوره کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکي  او همکارۍ دوام او لازياته پراختيا ومومي.
  وروسته په کابل کې دهند جمهوريت نوي سفير دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت له سياسي  معين سره دکتنې دفرصت له امله دمننې په  څرګندولو او دافغانستان او هند ترمنځ دتاريخي اړيکو او ددوستانه مناسباتو  په يادونې سره  ژمنه وکړه  چې په کابل کې دهند جمهوريت دسفير په توګه  دخپلې کاري دورې په بهير کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو په پراختيا کې هراړخيزې هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته