امنیت

په جوزجان کې د الکولي مشروباتو د توليد يوه کارخانه کشف شوه

کابل باختر دليندي اتلسمه :
په جوزجان ولايت د الکولي مشروباتو د توليد يوه کارخانه له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو دځواکونو له خوا کشف او په اړوند يې يوتن ونيول شو .
دجوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې مدير سمونيار محمد افضل امام زاده باخترآژانس ته وويل: دغه کارخانه په شبرغان ښار پورې اړوند د چرمګر خانې په کلي کې کشف شوه چې په هغې کې ديرش ليتر الکولي مشروبات دهغو د توليد له دستګاو سره هم ترلاسه شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: دپيښې په اړوند يو تن نيول شوى دى او له ده څخه پوښتنې او تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته