امنیت

په هرات کې يو ماشوم ووژل شو .

کابل باختر دسلواغي شپاړسمه
په هرات ولايت کې ددوو تنو وسله والو قوماندانانو ترمنځ نښته کې يو ماشوم ووژل شو .
دغه ماشوم دخپل کور ددروازې په وړاندې لوبې کولې او دګولۍ دلګيدو له امله ووژل شو .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى نور خان نيکزاد باختر اژانس ته وويل دهرات ولايت داوبي ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ددولت  ددوو ډلو وسله والو مخالفينو ترمنځ پرون دوسله والې نښتې له امله دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان ووژل  شو او له دواړو لورو څخه يو شمير نور ټپيان شول .
په وژل شويو کسانو کې دطالبانو يو مشهور  قوماندان ملانبي هم شامل دى .
  نيکزاد زياته کړه چې دپيښې په باب څيړنې پيل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته