سیاست

فضل هادی مسلمیار د سعودی عربستان له سفیر سره وکتل

کابل باختر دثور  اوولسمه
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلمیار نن په کابل کې د سعودی عربستان له سفیر جاسم محمد الخامدی سره د ملې شورا په مقر کې وکتل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دی کتنه کې ښاغلې الخامدي د دواړو هېوادونو تر منځ د اسلامی ورورولۍ او دوستانه اړیکو څخه د یادونې تر څنګ  د عربستان د الشورا مجلس د رئیس بلنلیک د مشرانو جرګې رئیس ته وړاندی کړ او روښانه یې کړه چې د یاد مجلس مشرتابه هیله لری تر څو د افغانستان د مشرانو جرګې له رئیس سره د لیدنې په مهال،د پارلمانې اړیکو د ټینګښت او نورو د پام وړ موضوعګانو باندي خبري وکړي.
د سعودي عربستان سفیرپه داسي حال کې چې له افغانستان سره د خپل متبوع هېواد د همکاریو په ژمنو يي ټینګار کاوه،  داستوګن افغان کډوالو ته د اسانتیاو د برابرولو څخه يي هم یادونه وکړه.
په کتنه کې دمشرانوجرګې رئیس د سولې د بهیر په هکله د افغانستان له دولت سره د سعودي عربستان د حکومتي چارواکو د ا ړیکو  یادونه وکړه او ویې ویل زموږ خلک هیله لري چي د افغانستان  دسولې په تړاو د جدې کنفرانس چې ټاکل شوی په نږدې راتلونکې کې جوړ شي؛ د افغانستان د تل پاتی سولې د ټینګښت په لار کې مثبتې پایلی ولری.
همدارازفضل هادي مسلمیارله ښاغلی الخامدي څخه وغوښتل چې په کابل او ننګرهار کې د دوو اسلامی پوهنتونونو د رغاونې عملي کار، چې ټاکل شوی ددی هېواد له خوا و رغول شي، پیل کړي تر څو د اسلامی علومو زده کړې په هیواد کې دننه زموږ بچیانو ته برابری شي، چې په دي هکله د عربستان سفیر د همکارۍ ژمنه ورکړه.
د مشرانو جرګې رئیس د افغانستان د خلکو د جهاد په مهال د ورور هیواد سعودی عربستان له مرستو او د نوموړي هېواد د نورو خیریه مرستندویه ټولنو له همکاريو څخه مننه و کړه او ويې ویل چې په یوه مناسب فرصت کې به د الشورا مجلس د رئیس او د یاد هېواد د نورو چارواکو په بلنه سعودی عربستان ته رسمی سفر وکړی.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته