امنیت

يو شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د مرغومي اوومه :
د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عمليات کې ٦١ تنه ډار چوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دغو عملياتوکې چې نن د ننګرهار، زابل، کونړ، قندهار، نيمروز، فارياب، کندز او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ ٦١ تنه ډار اچوونکي  طالبان ووژل شول او ١٥ تنه نوريې ټپيان شول .
دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې ٧ تنه د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور ونيول شول .
د يادونې وړ ده چې په دغو ولايتونوکې په داسې حال کې عمليات پيليږي چې يوه مياشت مخکې د تروريستي ډلو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په  ١٣ ولايتونوکې د شفق – ٢ عمليات پيل شوي دي.
د شفق  – ٢ عمليات په خپله ګيډه کې فرعي عمليات لري چې له پروګرام سره سم اجرا کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته