امنیت

دماين دچاودنې له امله درې تنه ماشومان شهيدان شول .

کابل باختر د چنګاښ  يوويشتمه :
په قندهار کې دماين دچاودنې له امله درې تنه ماشومان شهيدان شول .
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل دغه درې تنه ماشومان  دقندهار ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې دبابا ولي  په ساحه کې په لوبې بوخت و چې په ساحه کې په ښخ کړى شوي ماين وختل او درې واړه شهيدان شول .
  خپلواک وويل  چې په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره دماينونو دښخولو مسوول دي او دوى په امنيتي ځواکونو دبريد په مقصد په پراخه توګه په واټونوکې دماينونو په ښخولو لاس پورې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته