امنیت

دافغانستان په لويديځ کې دنويو امريکايي ځواکونو ځاى پرځاى کيدل .

کابل باختر د زمري  اوومه :
په سلګونو تنه امريکايي پوځيان دافغانستان په لويديځ  کې ځاى پرځاى شول.
دغه ځانګړي ځواکونه په ښکاره د ډار اچوونکو دشتون اوفعاليت وروسته  دفراه او هرات دولايتونو په پوځي اډو کې ځاى پرځاى شول .
په افغانستان کې دناتو دجنګي ماموريت په پاى ته ر سيدو او له دغه هېواد څخه په سلګونو زرو تنو بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته   دامريکا په ګډون  ددغه سازمان ځينو هېوادونو افغانستان ته دنويو ځواکونو په  استولو اقدام کړى دى .
دافغانستان په لويديځ کې مقامات ددغو امريکايي ځواکونو ځاى پرځاى کيدل تاييدوي او وايي چې دغه ځواکونه  د ډار اچوونکو په ځپلو  کې له پوځيانوسره دهمکارۍ لپاره  دفراه  ښارپه مربوطاتو کې او دهرات په شينډنډ ولسوالۍ کې  ځاى پرځاى شوي دي .
  دامريکا ددفاع وزارت وايي  چې افغانستان ته دځواکونو استول  دډار اچوونکو دځپلو لپاره له افغان پوځيانو سره دهمکارۍ لپاره دى، په افغانستا ن کې د ډار اچوونکو دفعاليت له  زياتوالي وروسته امريکا او دناتو يو شمير غړي هېوادونه په دغه هېواد کې  دخپل جنګي شتون دبيا پياوړي په حال کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته